اسراییلي بریدونه د اوربند تر سیوري لاندې؛ د لبنان په سوېل کې د ولسي خلکو کورونه په نښه کېږي
بریانیوز:(شنبه،۲۹ حمله ۱۴۰۵)
د لبنان له سوېلي سرحدي سیمو څخه تازه راپورونه ښيي چې د اسراییلو ځواکونو، د اعلان شوي اوربند سره سره، د ملکي وګړو پر مېنو او کورونو بریدونه زیات کړي دي
د سیمې اوسېدونکي وايي چې درنې چاودنې او بمبارۍ د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي
د عیني شاهدانو په وینا، اسراییلي ځواکونه په قصدي ډول هغه سیمې په نښه کوي چې پخوا ترې خلک د جګړې له امله بېځایه شوي وو. د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د دې لپاره ترسره کېږي چې بېځایه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو جرئت ونه کړي

ځايي سرچینې څرګندوي چې د بمباریو له امله نه یوازې استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوې، بلکې د خلکو د ژوند بنسټیز وسایل او شتمنۍ هم له منځه تللي دي
د سیمې یو اوسېدونکی وايي: موږ له جګړې ستړي شوي یو، خو بیا هم زموږ پر کورونو بمونه ورېږي او د ارام ژوند هیلې مو تر خاورو لاندې کېږي
شنونکي باور لري چې دا ډول کړنې د اوربند له روحیې سره په ښکاره ټکر کې دي او د سیمې کړکېچ لا پسې ژوروي. دوی زیاتوي چې که نړیواله ټولنه پر وخت غبرګون و نه ښيي، نو د جګړې د پراخېدو او د بشري ناورین د لا زیاتېدو وېره به لا پیاوړې شي
په همدې حال کې، د بشري حقونو بنسټونو له نړیوالو ادارو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره بېړني اقدامات وکړي او پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي تر څو د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي
د لبنان د سوېلي سیمو وضعیت اوس هم ترینګلی دی، او خلک د سولې او ثبات په هیله، د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?