ایران د ټرمپ ادعا په ټینګه رد کړه؛ غني شوي یورانیم یې «سپېڅلې ملي شتمني» وبلله
بریانیوز:(شنبه،۲۹ حمله ۱۴۰۵)
د د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ډانلډ ټرمپ هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګواکې تهران چمتو شوی خپل غني شوي یورانیم امریکAا ته وسپاري
نوموړي دا ادعاوې بېبنسټه او له حقیقته لرې وبللې
بقایي په څرګندو ټکو وویل چې د ایران غني شوي یورانیم یوازې یوه عادي ماده نه ده، بلکې د هېواد د ملي واکمنۍ، عزت او ستراتیژیک ارزښت نښه ده. هغه ټینګار وکړ چې دا شتمني د ایرانیانو لپاره «سپېڅلې» ده او د هېڅ ډول سیاسي فشار تر سیوري لاندې به یې له خپلې خاورې ونه باسي
نوموړي د د هرمز تنګی په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل چې دا مهمه سمندري لاره د ایران تر دقیق څار لاندې ده. د هغه په وینا، یوازې هغه ملکي بېړۍ کولای شي له دې لارې تېرې شي چې د ایراني ادارو له قانوني ارزونې او امنیتي پلټنې تېرې شوې وي، څو د سیمې ثبات او نړیواله سوداګري خوندي پاتې شي
بقایي همداراز د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې هر ډول هڅه په کلکه وغندله او دا یې د نړیوالو اصولو ښکاره نقض وباله. هغه خبرداری ورکړ چې که داسې اقدام وشي، ایران به په پوره چمتووالي او حساب شوي غبرګون سره ځواب ورکړي
دا په داسې حال کې ده چې ډانلډ ټرمپ مخکې ادعا کړې وه چې ایران له امریکا سره د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه هوکړې ته رسېدلی، خو تهران دا خبرې په بشپړه توګه رد کړې دي
شنونکي باور لري چې د دواړو خواوو دا متضاد دریځونه د باور فضا لا نازکه کوي او د سیمې پر سیاسي او امنیتي وضعیت ژور اغېز ښندلای شي. د هغوی په اند، یوازې هوښیار ډیپلوماټیک چلند کولای شي د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي او د ثبات لپاره لاره هواره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?