news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د منځنۍ اسیا په زړه کې د افغانستان اقتصادي ځلا؛ په ازبکستان کې د نړیوال صنعتي نندارتون له لارې د سوداګرۍ نوې دروازې پرانیستل کېږي

د منځنۍ اسیا په زړه کې د افغانستان اقتصادي ځلا؛ په ازبکستان کې د نړیوال صنعتي نندارتون له لارې د سوداګرۍ نوې دروازې پرانیستل کېږي

د منځنۍ اسیا په زړه کې د افغانستان اقتصادي ځلا؛ په ازبکستان کې د نړیوال صنعتي نندارتون له لارې د سوداګرۍ نوې دروازې پرانیستل کېږي

بریانیوز:( دوشنبه،۳۱ حمل۱۴۰۵) 

نورالدین عزیزی، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د یوې سترې نړیوالې صنعتي نندارتون کې د ګډون په موخه ازبکستان ته سفر کړی دی

دا نندارتون چې د منځنۍ اسیا په کچه له مهمو اقتصادي او ټکنالوژیکو غونډو څخه شمېرل کېږي، د سیمې او نړۍ د سوداګرۍ، صنعت او نوښتونو د نښلولو یو مهم پل بلل کېږي

په دې پراخ نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي چارواکي، پانګه‌وال، سوداګر او تولیدوونکي ګډون لري، چې له ډلې یې روسیه، قزاقستان او تاجکستان شامل دي

ګډونوال هڅه کوي چې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډو پانګونو د رامنځته کېدو، او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره نوې لارې چارې ولټوي، څو د سیمې اقتصادي ودې ته چټکتیا ورکړي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه هم په دې نندارتون کې ګډون لري

دغه شرکتونه د کرنې، کانونو، د ډبرو سکرو، وچو مېوو، درملیزو بوټو او مصالحو په برخو کې فعالیت کوي او هڅه کوي چې د افغانستان د تولیداتو کیفیت، ځانګړتیاوې او بازارموندنې وړتیاوې نړیوالو پانګه‌ والو او سوداګرو ته وروپېژني

سربېره پر دې، ټاکل شوې چې د افغان پلاوي او د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترمنځ دوه‌اړخیزې ناستې هم ترسره شي، چې پکې به د سوداګرۍ د اسانتیاوو، د ترانزیټ د پراختیا، او د ګډو صنعتي پروژو پر امکاناتو بحث وشي

دا ډول ناستې کولای شي د باور فضا پیاوړې کړي او د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو بنسټ کېږدي

کارپوهان باور لري، چې د دې ډول نړیوالو نندارتونونو ګډون د افغانستان لپاره یو مهم فرصت دی، څو خپل اقتصادي ظرفیتونه نړیوالو ته وړاندې کړي، د صادراتو لپاره نوې لارې ومومي 

او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو زمینه برابره کړي. همداراز، دا هڅې کولای شي د هېواد د کورنیو تولیداتو د ودې، د کارموندنې د زیاتوالي او د اقتصادي ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto