د لویزیانا په شریوپورټ ښار کې خونړۍ پېښه؛ د ډزو له امله اته ماشومان وژل شوي
بریانیوز:( دوشنبه،۳۱ حمل۱۴۰۵)
د لویزیانا ایالت اړوند د شریوپورټ ښار کې د یکشنبې په ورځ یوه خونړۍ پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې اته ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
دا پېښه د سیمې خلکو او ټولنې ته ژور ټکان ورکړی دی
د راپورونو له مخې، یو شکمن کس پر لږ تر لږه لسو کسانو ډزې کړې دي، چې په پایله کې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي
وروسته دغه بریدګر هم د پولیسو له لوري په ډزو ووژل شو او پېښه پای ته ورسېده
د دې پېښې جزئیات لا هم تر څېړنې لاندې دي، خو لومړني معلومات ښيي چې قربانیان زیاتره ماشومان وو، چې دا موضوع د ټولنې لپاره لا ډېره دردونکې ګرځېدلې ده. ځایي اوسېدونکي او د قربانیانو کورنۍ د دې غمیزې له امله په ژوره ویر او خواشینۍ کې دي
د راپور له مخې، د روان زېږیز کال له پیل راهیسې په متحده ایالات کې د ډزو ۱۱۹ پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې د ۷۹ ماشومانو په ګډون ۱۱۷ تنه وژل شوي او ۴۵۸ نور ټپیان شوي دي
دا شمېرې ښيي چې د تاوتریخوالي دا ډول پېښې لا هم د ټولنې لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي
شنونکي وایي، چې د دا ډول پېښو زیاتوالی د خلکو ترمنځ د اندېښنې کچه لوړه کړې او پر چارواکو فشار زیات شوی، څو د امنیت د ټینګښت او د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي
همدارنګه ټینګار کېږي، چې د ټولنې د خوندیتوب لپاره ګډې هڅې، پوهاوی او عملي تګلارې اړینې دي، څو د بېګناه خلکو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ژوند خوندي وساتل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?