news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بهیر په ټپه درېدلی؛ ایران د امریکا فشارونه او دریځونه د مذاکراتو خنډ بولي

د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بهیر په ټپه درېدلی؛ ایران د امریکا فشارونه او دریځونه د مذاکراتو خنډ بولي

د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بهیر په ټپه درېدلی؛ ایران د امریکا فشارونه او دریځونه د مذاکراتو خنډ بولي

بریانیوز:( دوشنبه،۳۱ حمل۱۴۰۵) 

د ایران او متحده ایالات ترمنځ د خبرو اترو روان بهیر له جدي کړکېچ او خنډونو سره مخ شوی دی

دواړه لوري یو بل د بې‌باورۍ، سختو دریځونو او سیاسي فشارونو په زیاتولو تورنوي، چې له امله یې د مذاکراتو فضا ورځ تر بلې پېچلې کېږي

ایراني لوری وایي، د امریکا له لوري “زیاتې او غیرمعقولې غوښتنې”، پرله‌پسې د دریځ بدلون، او ګواښوونکي سیاسي څرګندونې د دې لامل شوي چې د خبرو بهیر ودرېږي. همدارنګه، تهران ادعا کوي چې د سمندري فشارونو زیاتوالی او هغه اقدامات چې د اوربند له اصولو سرغړونه بلل کېږي، د اعتماد فضا له منځه وړې ده

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د اسلام‌اباد کې د دویم پړاو مذاکراتو د پیل په اړه د امریکا اعلان د ایران له لوري “رسنیزه او تبلیغاتي لوبه” بلل شوې، چې هدف یې د نړیوالو افکارو اغېزمنول او پر ایران سیاسي فشار زیاتول دي، نه رښتینی پرمختګ

بل لور ته، د ډونالډ ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره سم، ویل شوي وو چې امریکایي پلاوی به د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته ولاړ شي او د مذاکراتو نوی پړاو به پیل کړي

خو د اوسني وضعیت له مخې دا هڅې له نامعلوم برخلیک سره مخ ښکاري

شنونکي وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور کمښت، سخت سیاسي دریځونه او د سیمه‌ییزو کړکېچونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې خبرې د پرمختګ پر ځای د درېدلو حالت ته ننوځي. دوی زیاتوي، که دا اختلافات حل نه شي،

نو نه یوازې به د دواړو هېوادونو اړیکې لا خرابې شي، بلکې د منځني ختیځ امنیت او نړیوال اقتصاد به هم تر جدي اغېز لاندې راشي، په ځانګړي ډول د انرژۍ د بازارونو او سمندري لارو په برخه کې

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto