news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل او نورو ښارونو کې د کور جوړولو نوې پرېکړه؛ د کرایو د لوړېدو په سیوري کې د استوګنې هڅې چټکېږي

کابل او نورو ښارونو کې د کور جوړولو نوې پرېکړه؛ د کرایو د لوړېدو په سیوري کې د استوګنې هڅې چټکېږي

 کابل او نورو ښارونو کې د کور جوړولو نوې پرېکړه؛ د کرایو د لوړېدو په سیوري کې د استوګنې هڅې چټکېږي

بریانیوز:( سه شنبه،۱/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش) 

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې واکمنو چارواکو پرېکړه کړې چې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې خلکو ته د کورونو د جوړولو اجازه ورکړي، خو دا بهیر به د جومات د امام او سیمه‌ییزو استازو په تایید سره ترسره کېږي

دا ګام د استوګنې د ستونزو د کمولو لپاره یو نوی اقدام بلل کېږي

دا پرېکړه په داسې وخت کې عملي کېږي، چې هېواد ته د کډوالو د پرله‌پسې راستنېدو له امله، په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د کورونو کرایې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي

د ډېرو کورنیو لپاره د مناسب سرپناه موندل ستونزمن شوي او ګڼ شمېر خلک له اقتصادي فشارونو سره مخ دي

د سرچینو په وینا، د جومات د امام او د سیمې د مشرانو تایید به د دې لپاره وي، څو د کور جوړولو بهیر منظم وساتل شي او د ځمکو د ناسمې کارونې او شخړو مخه ونیول شي

دا کار همدارنګه د ټولنې د ونډې د زیاتېدو او د سیمه‌ییز نظم د ټینګښت لپاره مهم ګڼل کېږي

خو یو شمېر شنونکي وایي، که څه هم دا پرېکړه کولای شي د استوګنې ستونزې تر یوه بریده کمې کړي، خو لا هم بنسټیزو اسانتیاوو لکه اوبو، برېښنا، روغتیايي خدمتونو او ښاري پلان ته جدي اړتیا شته

د دوی په باور، که دا موارد په پام کې ونه نیول شي، نو ښایي د نا منظمې ودانیزې پراختیا او ښاري ستونزو لړۍ نوره هم پراخه شي

د کورونو د کرایو لوړوالی، د کډوالو زیاتېدونکی فشار او د استوګنې محدود امکانات هغه ننګونې دي، چې د حل لپاره یې همغږي او اوږدمهاله تګلارې ته اړتیا لیدل کېږي، څو د خلکو ژوند ته ثبات او اسانتیاوې برابرې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto