news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنې؛ د راستنېدونکو میلیونونو افغانانو پر ژوند د کړکېچ سیوری

د کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنې؛ د راستنېدونکو میلیونونو افغانانو پر ژوند د کړکېچ سیوری

د کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنې؛ د راستنېدونکو میلیونونو افغانانو پر ژوند د کړکېچ سیوری   

بریانیوز:( سه شنبه،۱/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش)    

     د بې‌ ځایه شویو نړۍ وال سازمان په یوه تازه خبرپاڼه کې له پاکستان څخه په پراخه کچه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد له حکومت څخه یې غوښتي، چې دا لړۍ ژر تر ژره ودروي او د انساني اصولو درناوی وکړي

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ زېږیز کال له وروستیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه د پاسه پنځه میلیونه  افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې دا ستر بهیر د هېواد پر وړاندې د بشري ستونزو کچه لا لوړه کړې ده. د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي له جدي اقتصادي ستونزو، د کار له نشتوالي، د سرپناه له کمښت او د بنسټیزو خدمتونو له محدود لاسرسي سره مخ دي

یاد سازمان ټینګار کړی، چې د کډوالو نیول او جبري ستنول باید ودرول شي او پر ځای یې باید د داوطلبانه، خوندي او باعزته راستنېدو لپاره شرایط برابر شي. په دې برخه کې د نړۍ والو اصولو مراعات او د مرستندویو بنسټونو سره همغږي اړینه بلل شوې ده، څو راستنېدونکي وکولای شي خپل ژوند بېرته په عادي ډول تنظیم کړي

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو موضوع باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي، ځکه دا چاره د زیانمنو خلکو وضعیت لا پسې خرابوي او د انساني ارزښتونو پر ضد ده

پوهان وایي، که دا بهیر همداسې دوام ومومي او د راستنېدونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې نه شي، نو ښایي د بې‌ وزلۍ، بې‌ځایه کېدو او ټولنیزو ستونزو کچه نوره هم لوړه شي

دوی ټینګار کوي، چې سیمه‌ییزه او نړۍواله همکاري کولای شي د دې ستر انساني کړکېچ په کمولو کې مهم رول ولوبوي

او د میلیونونو خلکو ژوند ته یو څه ثبات ور وبخښي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto