د ډیپلوماسۍ تر سیوري لاندې ترینګلتیا: تهران د خبرو ملاتړ کوي خو پر خنډونو نیوکه کوي
بریانیوز:(پنجشنبه،۳ ثور۱۴۰۵)
د مسعود پزشکیان وروستیو څرګندونو یو ځل بیا د تهران او متحده ایالات امریکا ترمنځ د سیاسي اړیکو حساس وضعیت روښانه کړی او د مذاکراتو پر وړاندې د شته خنډونو جدي انځور یې وړاندې کړی دی
د ایران ولسمشر په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې هېواد یې تل د رغنده او عزتمند ډیپلوماسۍ پلوی پاتې شوی او د تفاهم دروازې یې هېڅکله نه دي تړلي. هغه ویلي، ریښتینې او پایدارې خبرې هغه وخت ممکنې دي چې د فشار، بندیز او ګواښ فضا پای ته ورسېږي
پزشکیان څرګنده کړې چې «د ژمنو ماتول، اقتصادي محاصره او دوامدار ګواښونه» د باور فضا زیانمنوي او د رښتینو خبرو اترو مخه نیسي. نوموړي په غیر مستقیم ډول پر امریکا نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې نړۍ د خبرو او عمل ترمنځ ښکاره تضاد ویني
هغه زیاته کړې، کله چې یو لوری د سولې او خبرو شعار ورکوي خو په عملي ډګر کې فشار زیاتوي، دا حالت نه یوازې د باور فضا له منځه وړي بلکې د مذاکراتو راتلونکی هم له خطر سره مخ کوي
دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري او د اټومي پروګرام او بندیزونو په اړه د خبرو د بیا پیل هڅې له سختو ننګونو سره مخ دي
شنونکي په دې باور دي چې که دواړه لوري د انعطاف، متقابل درناوي او عملي ژمنو لاره خپله نه کړي، نو د باور جوړونې بهیر به لا هم ټکنی پاتې شي او سیمهییز ثبات به له جدي ګواښونو سره مخ وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?