د افغانستان او روسیې د روغتیايي همکارۍ نوې دروازې: د درملو، روزنې او پانګونې پر پراختیا ټینګار
د افغانستان او روسیې د روغتیايي همکارۍ نوې دروازې: د درملو، روزنې او پانګونې پر پراختیا ټینګار
بریانیوز:(پنجشنبه،۳ ثور۱۴۰۵)
د دېمیتري ژېرنوف په مشرۍ د روسیې سفارتي پلاوي د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر نورجلال جلالي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي سکتور د همکارۍ پر پیاوړتیا هر اړخیز بحثونه کړي دي
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د روغتیايي برخې د پرمختګ لپاره یې مهمې طرحې شریکې کړې دي. د خبرو اترو مهم ټکي د افغان متخصصینو د روزنې او ظرفیت لوړولو، د تجربو د تبادلې لپاره روسیې ته د افغان پلاوي د سفر برابرول، او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو لارې چارې وې
د ناستې په ترڅ کې دا هم مطرح شوه چې روسیه چمتو ده تر څو افغانستان ته د لنډ مهال لپاره په مناسب قیمت باکیفیته درمل صادر کړي، څو د هېواد د درملو اړتیاوې تر یوې کچې پوره شي او د ناروغانو ستونزې راکمې شي
سربېره پر دې، دواړو لورو د درملو د تولید په برخه کې د روسي پانګوالو د پانګونې پر امکاناتو هم خبرې وکړې. دا اقدام کولای شي چې په افغانستان کې د درمل جوړونې بنسټونه پیاوړي کړي او هېواد له وارداتو څخه تر یوه بریده پر ځان بسیا کړي
کارپوهان باور لري چې که دغه تفاهمونه عملي بڼه غوره کړي، نو دا به نه یوازې د افغانستان د روغتیايي سکتور د پرمختګ لامل شي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي او تخنیکي اړیکې هم لا ژورې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1624
-
اخبار افغانستان
635
-
مقاله
274
-
سیاست
51
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl