په پنتاګون کې بدلونونه: د سمندري ځواکونو مشر استعفا کوي او د اختلافاتو راپورونه خپرېږي
بریانیوز:(پنجشنبه،۳ ثور۱۴۰۵)
د د امریکا د جنګ وزارت په یوې رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه وزارت د سمندري ځواکونو مشر جان فیلن له خپلې دندې استعفا کوي او سمدستي له خپلې څوکۍ ګوښه کېږي
په اعلامیه کې د استعفا د لاملونو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو دا بدلون په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د امریکا په دفاعي بنسټونو کې د رهبرۍ د بدلونونو لړۍ روانه ده
بل لور ته، امریکایي رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې نوموړی لوړپوړی چارواکی د پیټ هګزټ سره د نظر اختلافاتو له امله له دندې لېرې شوی دی. که څه هم دا راپورونه په رسمي ډول نه دي تایید شوي، خو د پنتاګون دننه د احتمالي اختلافاتو نښې څرګندوي
تر دې وړاندې هم د روانې زیږدیزې میاشتې په لومړیو کې د امریکا د پوځ لوی درستیز رنډي جیورج له خپلې دندې استعفا کړې وه، چې هغه هم د پوځي رهبرۍ په کچه یو مهم بدلون بلل کېده
شنونکي باور لري چې دغه پرلهپسې بدلونونه ښايي د امریکا د دفاعي پالیسۍ او د رهبرۍ د جوړښت پر بهیر اغېز وکړي، او دا به څرګنده کړي چې په پنتاګون کې دننه ستراتیژیک اختلافات تر کومه حده ژور دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1624
-
اخبار افغانستان
635
-
مقاله
274
-
سیاست
51
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl