news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د غزې په شمال کې مرګونی هوايي برید: د درې ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي

د غزې په شمال کې مرګونی هوايي برید: د درې ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي

د غزې په شمال کې مرګونی هوايي برید: د درې ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي

بریانیوز:(پنجشنبه،۳ ثور۱۴۰۵)

د غزه د روغتیايي چارواکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ د اسراییل د هوايي برید له امله د دې تړانګې په شمال کې پنځه فلسطینیان وژل شوي، چې په وژل شویو کې درې ماشومان هم شامل دي

د راپورونو له مخې، دغه برید د بیت‌لاهیا په سیمه کې، چې د غزې په شمال کې موقعیت لري، د یوه جومات ته څېرمه ترسره شوی دی. عیني شاهدان او روغتیايي سرچینې وایي، برید هغه مهال وشو چې ملکي وګړي په سیمه کې موجود وو

رویترز د ډاکټرانو او د ملکي دفاع د مسوولانو له قوله راپور ورکړی چې یاد کسان په مستقیم ډول د هوايي برید هدف ګرځېدلي دي، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده

تر اوسه د برید په اړه د اسراییلي چارواکو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو په وروستیو کې د غزې په شمالي سیمو کې د پوځي عملیاتو زیاتوالی لیدل کېږي

شنونکي وایي، د ملکي وګړو مرګ ژوبله به د سیمې د بشري وضعیت لا خراب کړي او د نړیوالو اندېښنو کچه به نوره هم لوړه کړي، په داسې حال کې چې د اوربند او سولې هڅې لا هم له خنډونو سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto