news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ټرانسپورټي همکاریو پراختیا: د باروړونکو موټرو د تګ راتګ اسانتیاوو ته ژمنتیا

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ټرانسپورټي همکاریو پراختیا: د باروړونکو موټرو د تګ راتګ اسانتیاوو ته ژمنتیا

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ټرانسپورټي همکاریو پراختیا: د باروړونکو موټرو د تګ راتګ اسانتیاوو ته ژمنتیا

بریانیوز:(پنجشنبه،۳ ثور۱۴۰۵)

 د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوي د اذربایجان د ټرانسپورټ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا او سوداګریزو اسانتیاوو خبرې کړې دي

په دې کتنه کې د افغانستان د باروړونکو موټرو د تګ راتګ پر اسانتیاوو ځانګړی ټینګار شوی او دواړو لورو د دې برخه کې د عملي ګامونو پر پورته کولو هوکړه څرګنده کړې ده. دا اقدام کولای شي چې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ بهیر چټک او د ترانزیټ لګښتونه راکم کړي

د غونډې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د ټرانسپورټي دهلېزونو د فعالولو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی دی

د اذربایجان لوري هم ډاډ ورکړی چې د افغانستان له ټرانسپورټي سکتور سره به خپلې همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره لازمې زمینې برابرې کړي

کارپوهان وایي، که دغه تفاهمونه عملي شي، نو افغانستان به وکولای شي د سیمه‌ییز ترانزیټ په مهم څلورلارې بدل شي او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto