news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان پر لور د پاکستان مهم ګام؛ د خیبرپښتونخوا پلاوی ژر کابل ته استول کېږي

د افغانستان پر لور د پاکستان مهم ګام؛ د خیبرپښتونخوا پلاوی ژر کابل ته استول کېږي

د افغانستان پر لور د پاکستان مهم ګام؛ د خیبرپښتونخوا پلاوی ژر کابل ته استول کېږي

بریا نیوز (شنبه ،۲۶ثور ۱۴۰۵)

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي، هغه پلاوی چې ټاکل شوې وه افغانستان ته واستول شي، د منځني ختیځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله یې تګ ځنډېدلی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د خیبرپښتونخوا امنیت د افغانستان له وضعیت سره نېغ تړاو لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي د سیمې د ثبات لپاره مهمه بلل کېږي

سهیل افریدي د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي، پاکستان هڅه کوي چې له افغانستان سره اړیکې د تفاهم، همکاریو او ګډ امنیتي باور پر بنسټ لا پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان حالات د خیبرپښتونخوا پر امنیت، اقتصاد او ولسي ژوند مستقیم اغېز لري، ځکه نو اسلام‌اباد غواړي د خبرو اترو او نږدې اړیکو له لارې ګډې ستونزې حل کړي

نوموړي څرګنده کړه چې یاد پلاوی به ډېر ژر جوړ او کابل ته واستول شي، څو د دواړو لورو ترمنځ پر امنیتي همکاریو، سوداګرۍ، کډوالو او سرحدي اړیکو مهمې خبرې ترسره شي

د ده په وینا، د سیمې اوسنی حساس وضعیت ایجابوي چې ګاونډي هېوادونه د شخړو پر ځای د تفاهم او ګډ کار لاره خپله کړي

سیاسي شنونکي باور لري چې د پاکستان له لوري افغانستان ته د لوړپوړي پلاوي استول کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي او د سرحدي امنیت، سوداګریزو اړیکو او سیمه‌ییز ثبات په برخه کې نوې هیلې راژوندۍ کړي

په همدې حال کې د سیمې د روانو تحولاتو له امله نړیواله ټولنه هم د جنوبي او منځنۍ اسیا پر امنیتي وضعیت ژوره اندېښنه لري، ځکه هر ډول بې‌ثباتي کولای شي د پراخو اقتصادي او سیاسي اغېزو لامل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto