د واخان دهلېز تاریخي بدلون: افغانستان او چین د ځمکې له لارې سره ونښلول شول
بریا نیوز (دوشنبه ،۲۸ثور ۱۴۰۵)
د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت د واخان دهلېز له لارې د یوې مهمې زیربنايي لاسته راوړنې خبر ورکړل شوی، چې له مخې یې د افغانستان او چین ترمنځ د خام سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او دواړه هېوادونه د ځمکې له لارې سره نښلول شوي دي
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې د چین د سفیر ژاو شینګ سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د واخان د سړک خامې چارې بشپړې شوې دي او پاتې تخنیکي کارونه لا هم روان دي
هغه زیاته کړه:
له نېکه مرغه د واخان سړک خامه چارې بشپړې شوې، دواړه هېوادونه سره وصل شول او پاتې چارې یې هم روانې دي
دا پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال په برخه کې یو مهم بدلون بلل کېږي، خو د وزارت له خوا تر اوسه د دې لارې د تخنیکي جزییاتو او د رسمي پرانیستې نېټې په اړه بشپړ معلومات نه دي وړاندې شوي
بلخوا، په افغانستان کې د چین سفیر دا پرمختګ یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د چین حکومت په افغانستان کې د روانو پراختیایي پروژو ملاتړ ته ژمن پاتې کېږي. هغه د دې لارې پر اقتصادي ارزښت او د سیمهییز اتصال پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی
د واخان دهلېز چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې موقعیت لري، له جغرافیایي پلوه د افغانستان او چین ترمنځ یوازینۍ طبیعي پوله جوړوي. دا سیمه د لوړو غرونو، سختو لارو او ستراتېژیک موقعیت له امله له کلونو راهیسې د سیمهییزو او نړیوالو بحثونو مرکز پاتې شوې ده
کارپوهان وایي چې د دې لارې بشپړېدل کولی شي د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکارۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي، او افغانستان د سیمې د اتصال په یوه مهم دهلېز بدل کړي
له کلونو راهیسې د واخان دهلېز د سړک جوړولو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي مستقیمې ځمکنۍ لارې په توګه مطرح وه، چې اوس یې عملي پرمختګ د سیمې د جیوپولیټیک اهمیت نوې مرحله پیل کړې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?