اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

احمد الشرع له ټرمپ سره د سوریې پر بندیزونو او اقتصادي بیارغونې خبرې وکړې

احمد الشرع له ټرمپ سره د سوریې پر بندیزونو او اقتصادي بیارغونې خبرې وکړې

احمد الشرع له ټرمپ سره د سوریې پر بندیزونو او اقتصادي بیارغونې خبرې وکړې

بریانیوز( دوشنبه، ۱۱ جوزا ١٤٠٥)

د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په ټلیفوني اړیکه کې د سوریې پر وړاندې د پاتې امریکايي بندیزونو د لرې کولو، اقتصادي بیارغونې او د نړیوالو پانګونو د جلب په اړه خبرې کړې دي

د رویټرز د راپور له مخې، احمد الشرع په دې خبرو کې ټینګار کړی چې د سوریې پر وړاندې د پاتې بندیزونو لغوه کول د هېواد د اقتصادي ودې، د زیانمنو شویو بنسټونو د رغولو او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره اړین دي. نوموړي ویلي، سوریه له کلونو جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو وروسته د بیا رغونې پړاو ته داخله شوې او د دې بهیر بریا د نړیوالې ټولنې له ملاتړ او اقتصادي همکاریو سره تړاو لري

احمد الشرع زیاته کړې چې د بندیزونو دوام نه یوازې د سوداګرۍ او پانګونې مخه نیسي، بلکې د بیارغونې پروژې هم له خنډونو سره مخ کوي. هغه هیله څرګنده کړې چې امریکا به د نوي سیاسي وضعیت او د سوریې د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د بندیزونو د بشپړ لرې کولو په اړه مثبت ګامونه واخلي

د راپورونو له مخې، دواړو مشرانو د سیمه‌ییز امنیت، د منځني ختیځ د وروستیو بدلونونو او د سوریې د راتلونکو اقتصادي فرصتونو په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي. که څه هم د سپینې ماڼۍ له لوري د دغو خبرو بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي، خو څارونکي دا اړیکه د دمشق او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو یوه مهمه نښه بولي

امریکا د بشارالاسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته د سوریې پر وړاندې ځینې محدودیتونه نرم کړي دي، خو لا هم یو شمېر مهم اقتصادي او مالي بندیزونه پر خپل ځای پاتې دي. اقتصادي شنونکي باور لري چې د دغو بندیزونو لرې کېدل به د نړیوالو شرکتونو او پانګوالو لپاره د سوریې بازار ته د ننوتلو زمینه برابره کړي او د هېواد د بیارغونې بهیر به چټک کړي

سوریه چې د اوږدې جګړې له امله یې زیربناوې، صنعتي مرکزونه او عامه خدمتونه سخت زیانمن شوي، اوس د پراخو مالي سرچینو او نړیوالو پانګونو اړتیا لري

کارپوهان وایي، که نړیوال بندیزونه کم یا بشپړ لرې شي، نو د انرژۍ، ترانسپورټ، ودانیزو چارو او سوداګرۍ په برخو کې به د پام وړ پرمختګ رامنځته شي او د سوریې اقتصاد به د بېرته راژوندي کېدو فرصت ومومي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto