اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغان پخوانیو همکارانو د کډوالۍ د بهیر درېدلو په اړه اندېښنې زیاتې شوې

د افغان پخوانیو همکارانو د کډوالۍ د بهیر درېدلو په اړه اندېښنې زیاتې شوې

د افغان پخوانیو همکارانو د کډوالۍ د بهیر درېدلو په اړه اندېښنې زیاتې شوې

بریانیوز( دوشنبه، ۱۱ جوزا ١٤٠٥)

امریکا ته د افغانانو د لېږد مرستندویه بنسټ «افغان ایواک» مشر شان ونډایور ویلي، هغه ستونزې او کړاوونه چې دا مهال د امریکایي ځواکونو پخواني افغان همکاران ورسره مخ دي، "بې‌رحمانه او قصدي" بڼه لري او زرګونه کسان یې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان پخوانیو همکارانو اوسنی وضعیت کومه ناڅاپي پېښه نه ده، بلکې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغو پالیسیو مستقیمه پایله ده چې د کډوالۍ او بهرنیو وګړو د منلو په برخه کې یې پلي کړې دي

د شان ونډایور په وینا، ګڼ شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې یې له امریکایي ځواکونو، سفارتونو او نورو ادارو سره کار کړی، اوس د لېږد او مېشتېدو د پروګرامونو د ځنډېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. هغه وایي، ډېری دغه کسان د خپلو دوسیو د بشپړېدو په تمه دي، خو د بهیر درېدلو د هغوی راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی

د ډانلډ ټرمپ ادارې له بیا واکمنېدو وروسته د خپلې سختې کډوالۍ تګلارې د پلي کولو په لړ کې امریکا ته د افغان پخوانیو همکارانو د لېږد او کډوالۍ د دوسیو بهیر هم درولی دی. دغه پرېکړې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د افغان کډوالو د ملاتړ د ډلو اندېښنې راپارولي دي

شنونکي وایي، د دغو پروګرامونو ځنډېدل نه یوازې زرګونه افغان کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د هغو ژمنو په اړه هم پوښتنې راپورته کوي چې امریکا د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره کړې وې. د دوی په باور، هغه کسان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له امریکایي ادارو سره کار کړی، اوس هم د امنیتي او اقتصادي ستونزو له ګواښ سره مخ دي او د کډوالۍ د بهیر بیا پیل ته سترګې په لار دي

تر اوسه د امریکا حکومت د دغو نیوکو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټونه ټینګار کوي چې د لېږد او کډوالۍ پروګرامونو دوام د زرګونو افغانانو د ژوند او راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto