ټرمپ: له ایران سره د احتمالي هوکړې په متن کې د اټومي پروګرام په اړه روښانه شرطونه شته
بریانیوز( دوشنبه، ۱۱ جوزا ١٤٠٥)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ایران سره د احتمالي هوکړې په متن کې د دغه هېواد د اټومي پروګرام د درولو او محدودولو په اړه تفصیلي او دقیق موارد شامل شوي دي
ټرمپ د رسنیو هغو راپورونو ته په اشارې ویلي چې ګواکې په دې هوکړه کې د ایران د اټومي فعالیتونو یادونه نه ده شوې، خو د هغه په وینا دا ادعاوې له حقیقت څخه لرې دي
نوموړي په ځانګړې توګه د سي اېن اېن راپورونه ناسم بللي او ټینګار یې کړی چې د هوکړې په متن کې د ایران د اټومي پروګرام اړوند څرګند او روښانه شرطونه ځای پر ځای شوي دي
ټرمپ زیاته کړې چې هره احتمالي هوکړه باید د سیمې او نړۍ د امنیت غوښتنې په پام کې ونیسي او د ایران اټومي فعالیتونه په بشپړه توګه تر څار او محدودیت لاندې راولي
د هغه څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه سیاسي او رسنیز بحثونه لا هم روان دي او د دواړو لورو د دریځونو په اړه بېلابېل راپورونه خپرېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1673
-
اخبار افغانستان
743
-
مقاله
354
-
سیاست
96
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl