محمود خان اڅکزی: له افغانستان سره متقابل درناوی او د قانون واکمني د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده
محمود خان اڅکزی: له افغانستان سره متقابل درناوی او د قانون واکمني د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده
بریانیوز( سه شنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)
د پاکستان د ملي جرګې د مخالفو ګوندونو مخکښ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپلو تازه څرګندونو کې د اساسي قانون پر بشپړې واکمنۍ، له افغانستان سره پر متقابل درناوي او په سیمه کې د جګړې او تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار کړی دی
اڅکزي ویلي چې په پاکستان کې د سیاسي او دولتي چارو بنسټ باید اساسي قانون وي او ټولې ادارې او ځواکونه باید خپلې چارې د قانون له مخې پر مخ یوسي
د هغه په وینا، د قانون واکمني د هېواد د سیاسي ثبات، ولسواکۍ او ملي یووالي لپاره بنسټیز ارزښت لري
نوموړي همدارنګه له افغانستان سره د ښو او متوازنو اړیکو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دواړه ګاونډي هېوادونه باید خپلې اړیکې د متقابل درناوي، باور او ګډو ګټو پر بنسټ پیاوړې کړي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار کړی چې جګړه، تاوتریخوالی او د اختلافاتو پوځي حللارې نه شي کولی د سیمې ستونزې هوارې کړي. هغه زیاته کړې چې خبرې اترې، تفاهم او سیاسي حللارې د شخړو د پای ته رسولو تر ټولو اغېزمنه لاره ده
اڅکزي ویلي چې د سیمې ولسونه له اوږدو کړکېچونو او ناامنۍ ستړي شوي او اړتیا ده چې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره ګډې هڅې ترسره شي
د نوموړي څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر یو شمېر سیاسي او امنیتي موضوعاتو بحثونه روان دي او بېلابېلې سیاسي څېرې د اړیکو د ښه والي او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?