news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اروپایي ټولنې له افغانستان او پاکستان د زغم او خبرو اترو غوښتنه وکړه

اروپایي ټولنې له افغانستان او پاکستان د زغم او خبرو اترو غوښتنه وکړه

اروپایي ټولنې له افغانستان او پاکستان د زغم او خبرو اترو غوښتنه وکړه

بریانیوز( سه شنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)

اروپایي ټولنې له افغانستان او پاکستان غوښتي چې د روانو ترینګلتیاوو پر مهال له زغم او احتیاط څخه کار واخلي او د شته اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو چارو ته مخه کړي

اروپایي ټولنې په خپلې اعلامیه کې ټینګار کړی چې د دښمنیو او تاوتریخوالي دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنوي، بلکې بشري وضعیت هم لا پسې کړکېچنوي او په ټوله سیمه کې د بې‌ثباتۍ د پراخېدو خطر زیاتوي

اعلامیه زیاتوي چې سیمه‌ییز ثبات، متقابل درناوی او رغنده خبرې اترې د شخړو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده او ټول لوري باید د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي

اروپایي ټولنې همدارنګه د هغو هڅو ملاتړ څرګند کړی چې د اختلافاتو د کمېدو، د باور د فضا د رامنځته کېدو او د سیمې د امنیت د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي

دا غوښتنه په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو شمېر سیاسي او امنیتي مسایلو له امله اندېښنې زیاتې شوې دي او نړیوالې کړۍ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو غوښتنه کوي

شنونکي باور لري چې د خبرو اترو دوام او د متقابل تفاهم پیاوړتیا کولی شي د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د ولسونو د هوساینې لپاره مثبتې پایلې ولري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto