کابلوف: له افغانستان سره پوځي او تخنیکي هوکړه د پراخو همکاریو لپاره قانوني بنسټ برابروي
بریانیوز( سه شنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، هغه پوځي او تخنیکي همکارۍ هوکړه چې په دې وروستیو کې د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ لاسلیک شوې، موخه یې د راتلونکو تړونونو او پراخو همکاریو لپاره د قانوني چوکاټ رامنځته کول دي
کابلوف د دوشنبې په ورځ ویلي چې دغه هوکړه د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د تنظیم او پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي او کولای شي په بېلابېلو برخو کې د متقابلو اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي
د هغه په وینا، د یادې هوکړې له مخې به د راتلونکو پوځي او تخنیکي تړونونو لپاره روښانه حقوقي بنسټ موجود وي، څو دواړه لوري خپلې همکارۍ د ټاکل شویو اصولو او چوکاټونو له مخې پر مخ یوسي
روسیه په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي او د امنیتي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په برخه کې یې د تعامل پر دوام ټینګار کړی دی
شنونکي باور لري چې د دې ډول هوکړو لاسلیک کېدل د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د نوي پړاو څرګندونه کوي او ښایي په راتلونکې کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د لا پراخېدو لپاره زمینه برابره کړي
د کابلوف څرګندونې په داسې مهال کېږي چې روسیه او اسلامي امارت د متقابلو اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د زیاتولو لپاره پرلهپسې ډیپلوماټیکې هلې ځلې روانې ساتلې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?