news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

قطر کې افغان پناه غوښتونکي د کانګو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ د انتخاب له اندېښنې سره مخ دي

قطر کې افغان پناه غوښتونکي د کانګو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ د انتخاب له اندېښنې سره مخ دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د امریکا حکومت نه غواړي هغه افغانان چې اوس مهال په قطر کې پاتې او سرګردانه دي، په زور بېرته افغانستان ته واستوي.

بریانیوز - چهارشنبه،١٣ جوز ١٤٠٥

مارکو روبیو د سه‌شنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې وویل چې له لږ تر لږه پنځو هېوادونو سره خبرې روانې دي چې د دغو کډوالو د منلو لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.

شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ادارو سره کار کړی و او د دوی په وینا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې ژوند له خطر سره مخ دی، دا مهال په قطر کې په یوه کمپ کې د امریکا ته د لېږد انتظار باسي.

څه موده وړاندې د «افغان ایواک» په نوم بنسټ، چې د هغو افغانانو د تخلیې او بیا مېشتېدو ملاتړ کوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، ویلي وو چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې امریکا غواړي دغه افغان پناه غوښتونکي له قطر څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.

دغه بنسټ ویلي وو چې امریکا غواړي دغو کسانو ته د انتخاب حق ورکړي چې یا خو کانګو ته ولاړ شي، چې یو جګړه ځپلی هېواد دی، او یا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ستانه شي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto