روسي سوداګریز مسئول د افغانستان او روسیې ترمنځ د ویزې د لغوه کېدو وړاندیز وکړ
بریانیوز( چهارشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر ستم حبیبولین د افغانستان او روسیې ترمنځ د ویزې د شرط د لغوه کولو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې دا ګام کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، پانګونه او ګرځندوی لا پیاوړی کړي
نوموړي څرګنده کړې چې د تګ راتګ د اسانتیاوو رامنځته کېدل به د سوداګرو، پانګوالو او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او اقتصادي اړیکې به لا پراخې شي
حبیبولین ټینګار کړی چې د ویزې د محدودیتونو کمېدل یا لغوه کېدل کولی شي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا تر څنګ د ګډو اقتصادي پروژو د زیاتوالي او د پانګونې د بهیر د چټکتیا لامل هم شي
هغه زیاته کړې چې روسیه او افغانستان د اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره پراخ ظرفیتونه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ اسانتیا به د دغو فرصتونو په عملي کېدو کې مهم رول ولوبوي
شنونکي باور لري چې د ویزې د شرط د لغوه کېدو هر ډول پرېکړه به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ رسمي هوکړې او اړینو قانوني ترتیباتو ته اړتیا ولري، خو که عملي شي، د سوداګرۍ، پانګونې او ولسي اړیکو په پراختیا کې به اغېزمن ګام وګڼل شي
دا وړاندیز په داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او دواړه لوري د همکاریو د لا زیاتولو پر لارو چارو غور کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?