د روسیې د المپیک کمېټې له لوري احمدالله وثیق ته ځانګړې ډالۍ ورکړل شوه
بریانیوز( چهارشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)
د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست ویلي چې د روسیې د المپیک کمېټې سرمنشي ویکتور بریزوف د دغه ریاست له عمومي رئیس احمدالله وثیق څخه د روسیې په کوربتوب جوړ شوي نړیوال ورزشي فورم کې د ګډون له امله مننه کړې او د کمېټې له لوري یې ورته ځانګړې ډالۍ سپارلې ده
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه د نړیوال ورزشي فورم په څنډه کې ترسره شوې، چې پکې د ورزش، نړیوالو همکاریو او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي
احمدالله وثیق ویلي چې دا ډول نړیوالې ورزشي غونډې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري او کولی شي د تجربو د تبادلې، ګډو همکاریو او د ورزش د ودې لپاره نوې لارې پرانیزي
هغه زیاته کړې چې ورزش د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي او تفاهم یوه اغېزناکه وسیله ده او نړیوالې ورزشي غونډې د لوبغاړو او ورزشي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو د پراخېدو زمینه برابروي
د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست په وینا، افغانستان هڅه کوي چې له سیمهییزو او نړیوالو ورزشي بنسټونو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي او د هېواد د ورزش د پرمختګ لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي
دا پرمختګ په داسې مهال رامنځته کېږي چې افغان ورزشي ادارې په نړیوالو ورزشي غونډو کې د ګډون له لارې د نړیوالو اړیکو د پراختیا او د هېواد د ورزش د ودې لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?