د ایران جګړه بیا توده شوې؛ د تېلو بیې لوړې او د سیمې د ثبات په اړه اندېښنې زیاتې شوې
بریانیوز( چهارشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)
د امریکا او ایران ترمنځ د تازه توغندیزو بریدونو له امله د سیمې امنیتي وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شوی او د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
د دواړو لورو ترمنځ وروستیو پوځي نښتو نه یوازې سیاسي او امنیتي اغېزې لرلې، بلکې نړیوال اقتصاد یې هم تر خپل اغېز لاندې راوستی دی
د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي د تړل کېدو او د سمندري لېږد د محدودېدو له امله په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې د پام وړ لوړې شوې دي. هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ لویه برخه د همدې لارې له لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې لا هم روانې دي او د خبرو اترو دروازې نه دي تړل شوې
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د سیاسي تفاهم له لارې به د کړکېچ د کمېدو او د سولې د ټینګښت زمینه برابره شي
بل لور ته په لبنان کې د اسرائیلو پوځي عملیات او هوايي بریدونه هم دوام لري، چې له امله یې د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی شوی دی. د جګړو پراخېدو د زرګونو ملکي وګړو ژوند اغېزمن کړی او د بشري وضعیت په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې روانې جګړې او امنیتي ستونزې اړمنو هېوادونو ته د بشري مرستو رسولو بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی
د دې نړیوال سازمان په وینا، د ناامنۍ دوام د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه محدودوي او میلیونونه اړمن کسان د لومړنیو بشري خدمتونو له کمښت سره مخامخ کوي
شنونکي باور لري چې که روان وضعیت دوام ومومي، نه یوازې به د منځني ختیځ امنیت له لا ډېرو ننګونو سره مخ شي، بلکې نړیوال اقتصاد، د انرژۍ بازارونه او بشري وضعیت به هم تر سخت فشار لاندې راولي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?