مولوي عبدالکبیر: د کډوالۍ تر ټولو ستر بار د افغانستان پر خلکو تحمیل شوی
بریانیوز پنجشنبه- ١۸ سرطان ١٤٠٥
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له مشر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر وضعیت، شته ستونزو او د راتلونکو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي چې افغانستان د څو لسیزو جګړو، بهرنیو اشغالونو، بېثباتۍ او طبیعي پېښو له امله د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کډوالۍ تر ټولو دروند بار یې پر خلکو تحمیل شوی دی
هغه زیاته کړې چې میلیونونه افغانان لا هم په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند کوي او له اقتصادي، ټولنیزو او بشري ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر نور افغانان هم بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي
مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی چې بېرته راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه، کار، روغتیا، زدهکړو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو برابرول د وخت مهمه اړتیا ده او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو دوام اړین دی
په دې ناسته کې دواړو لورو د کډوالو د ستونزو د هواري، د مرستو د همغږۍ او د ګډو پروګرامونو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې کړې او د همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
838
-
مقاله
543
-
سیاست
180
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl