د کابل یو شمېر اوسېدونکي: د ترکیې د ویزو په بهیر کې لګښتونه زیات شوي
بریانیوز پنجشنبه- ١۸ سرطان ١٤٠٥
په کابل کې د ترکیې د ویزو یو غوښتونکي ویلي، چې د ترکیې سفارت له محصلینو، ناروغانو او نورو مراجعینو څخه د ویزو د بهیر پر مهال په بېلابېلو پلمو لوړ لګښتونه اخلي
نوموړي ویلي، د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د پخوا په پرتله نوې غوښتنې هم ورزیاتې شوې دي، چې پکې ځانګړې روغتیايي معاینه، د ځینو اسنادو ژباړه او د اسنادو قانوني کول شامل دي. د هغه په وینا، دغو اضافي شرطونو د ویزې د ترلاسه کولو لګښتونه د پام وړ لوړ کړي دي
د ویزو یو شمېر نورو غوښتونکو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې او وایي، د نویو شرطونو له امله د محصلینو، ناروغانو او هغو کسانو لپاره چې د درملنې، زدهکړو یا نورو اړتیاوو له امله ترکیې ته د تګ غوښتنه لري، مالي بار زیات شوی دی
تر اوسه په کابل کې د ترکیې سفارت د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د یادو لګښتونو او نویو شرطونو په اړه یې وضاحت نه دی خپور کړی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
838
-
مقاله
543
-
سیاست
180
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl