news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغان پناه‌غوښتونکي: د خپلو دوسیو د عادلانه ارزونې غوښتونکي یو

افغان پناه‌غوښتونکي: د خپلو دوسیو د عادلانه ارزونې غوښتونکي یو

افغان پناه‌غوښتونکي: د خپلو دوسیو د عادلانه ارزونې غوښتونکي یو

بریانیوز پنجشنبه- ١۸ سرطان ١٤٠٥

یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو ویلي چې دوی د برېتانیا د ځانګړي پناه‌ورکوونکي پروګرام له لارې د خوندي انتقال غوښتونکي دي او له پخوا څخه یې د افغانستان په امنیتي ادارو کې دندې ترسره کړې دي

دوی وایي، د پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت او نورو امنیتي بنسټونو پخواني سرتېري دي چې د کلونو لپاره یې له برېتانوي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې همکاري کړې وه او د افغانستان د امنیت په برخه کې یې خدمت کړی دی

دغه افغانان غوښتنه کوي چې د دوی د پناه غوښتنې دوسیې دې په روڼ، عادلانه او بې‌پرې ډول وڅېړل شي. دوی ټینګار کوي چې د هرې قضیې ارزونه باید د خدمتونو، اسنادو او موجودو شواهدو پر بنسټ ترسره شي

دوی ویلي: «موږ د پناه‌غوښتنې په بهیر کې عدالت، روڼتیا او د خپلو قضیو عادلانه بیاکتنه غواړو، څو زموږ د کلونو خدمتونه په پام کې ونیول شي

د پناه‌غوښتونکو په وینا، د دوسیو ځنډ او نامعلوم برخلیک د دوی او د هغوی د کورنیو لپاره اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی له برېتانوي چارواکو غوښتي چې د دوی غوښتنې په جدي ډول وارزوي او د پرېکړو بهیر چټک کړي

تر اوسه د برېتانیا حکومت د دغو غوښتنو په اړه تازه څرګندونې نه دي کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto