کابل/نوډيلی:افغانستان او هند د کرنې او مالدارۍ د اوږدمهاله همکاریو لپاره ګډ کاري پلاوی جوړوي
بریانیوز پنجشنبه- ١۸ سرطان ١٤٠٥
چې افغانستان او هند هوکړه کړې، څو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د اوږدمهاله همکاریو د نقشې د جوړولو لپاره یو ګډ کاري پلاوی رامنځته کړي
د راپور له مخې، دغه پرېکړه د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د هند د کرنې وزیر ترمنځ په نوي ډیلي کې د دوهاړخیزې لیدنې پر مهال شوې ده
د هند د کرنې وزارت ویلي، ګډ کاري پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ منظمې اړیکې او همغږي رامنځته کړي او د کابل او نوي ډیلي د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې به د نوې همکارۍ برخې وڅېړي
د افغانستان پلاوي په دې لیدنه کې د غنمو د تولید د زیاتوالي لپاره د پرمختللو تخمونو، نوې کرنیزې ټکنالوژۍ او څېړنیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده
په مقابل کې، د هند د کرنې وزیر ویلي چې هېواد یې چمتو دی افغانستان ته د غنمو، جوارو او کچالو باکیفیته تخمونه، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مقاومت لرونکي کرنیز ډولونه او د کرنیزو څېړنو په برخه کې خپلې تجربې او علمي معلومات شریک کړي
د اوبو مدیریت او له اقلیمي بدلونونو سره برابره کرنه هم د دواړو لورو د خبرو مهمه برخه وه. افغان پلاوي د اوبو لګولو، د اوبو زېرمه کولو، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د وچکالۍ د اغېزو د کمولو په برخو کې د هند د همکارۍ غوښتنه کړې ده
د هند د کرنې وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی د څاڅکي اوبو لګولو، د باراني اوبو راټولولو، کوچنیو بندونو، کرنیزو حوضونو او د اوبو د اغېزمن مدیریت په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي
واړو لورو همدارنګه د کرنیزو څېړنو، روزنې او د تخنیکي وړتیاوو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي
د هند د کرنې وزیر د لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د هند او افغانستان اړیکې اوږد تاریخي شالید لري او د کرنې په برخه کې خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه فضا په ترڅ کې ترسره شوې دي
د کارپوهانو په باور، د کرنې په برخه کې دا ډول همکاری کولی شي د افغانستان د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د ملاتړ او د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?