news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا ولسمشر ټرمپ: د ایران هر نوی برید به له «۲۰ چنده سخت» غبرګون سره مخ شي

د امریکا ولسمشر ټرمپ: د ایران هر نوی برید به له «۲۰ چنده سخت» غبرګون سره مخ شي

د امریکا ولسمشر ټرمپ: د ایران هر نوی برید به له «۲۰ چنده سخت» غبرګون سره مخ شي

بریانیوز پنجشنبه- ١۸ سرطان ١٤٠٥

د امریکا ولسمشر  ویلي، د واشنګټن وروستي پوځي بریدونه د ایران له لوري پر درېیو بېړیو د ترسره شوي برید په غبرګون کې شوي دي

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې که ایران بیا پر امریکایي ځواکونو یا ګټو برید وکړي، نو د امریکا ځواب به تر پخوا «شل چنده سخت» وي. د هغه په وینا، واشنګټن به د خپلو ځواکونو او ملي ګټو د ساتنې لپاره له پرېکنده اقدام څخه ډډه ونه کړي

هغه ټینګار وکړ چې امریکا د هر ډول ګواښ پر وړاندې د چټک او ځواکمن غبرګون وړتیا لري او ایران باید د کړکېچ د لا پراخېدو لامل نه شي

د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا یو ځل بیا لوړه شوې او وروستیو پوځي پېښو د دواړو هېوادونو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي

تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو شنونکي باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لفظي او پوځي فشارونو دوام کولای شي د سیمې پر امنیت او ثبات پراخ اغېز وکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto