افغانستان په کور دننه د لومړي ځل لپاره د یوې بهرنۍ کرېکټ لوبډلې کوربه شو
بریانیوز جمعه - ١۹ سرطان ١٤٠٥
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره په خپل کورني میدان کې د یوې بهرنۍ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ کوربهتوب وکړ. دغه تاریخي شل اوریزه لوبه د ازبکستان له ملي لوبډلې سره د خوست ولایت په کې ترسره کېږي
یاده سیالي د شپږیزې کرېکټ لیګ د یوولسم پړاو په ترڅ کې د افغانستان د ایلېون او ازبکستان ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د افغان کرېکټ لپاره یې ځانګړی تاریخي ارزښت درلود
د لوبې پچه ازبکستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، چې له مخې یې افغان ایلېون لوبډلې توپوهنه پیل کړه. افغان لوبغاړو له پیل څخه پیاوړی برید وکړ او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې چټکې منډې جوړې کړې
د افغانستان تکړه پیلیز توپوهونکي د لوبې په پیل کې غوره توپوهنه ترسره کړه او یوازې په ۲۸ توپونو یې د ۱۳ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ چټکه سلیزه بشپړه کړه
افغان ایلېون لوبډلې د لوبې په لومړیو نهو اورونو کې له کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ۱۶۲ منډې جوړې کړې، چې دا د پیاوړي پیل څرګندونه کوي
د کرېکټ مسؤلین وایي، په کور دننه د بهرنۍ لوبډلې کوربهتوب د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ، د نړیوالو اړیکو د پراختیا او د کورنیو لوبغالو د ارزښت لوړولو لپاره یو مهم ګام دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
839
-
مقاله
544
-
سیاست
182
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl