اخبار افغانستان
ټاپي ګاز : نللیکې د هرات برخه د کال تر پایه بشپړېږي؛ سیاسي او امنیتي ستونزې د پروژې پر وړاندې خنډونه دي
ټاپي ګاز : نللیکې د هرات برخه د کال تر پایه بشپړېږي؛ سیاسي او امنیتي ستونزې د پروژې پر وړاندې خنډونه دي
(بریانیوز جمعه (۶/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
ترکمنستان هڅه کوي چې د ټاپي ګاز نللیکې د هرات اړوند برخه د روان زېږدیز کال تر پایه بشپړه کړي، خو د طالبانو د حکومت نهپېژندل کېدل او له پاکستان سره روانې ترینګلتیاوې لا هم د دې سترې سیمهییزې پروژې د بشپړېدو او د بهرنیو پانګونو د جذب پر وړاندې مهم خنډونه بلل کېږي
د عشقاباد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د سرحداباد او هرات ترمنځ د ۱۵۳ کیلومتره اوږدې نللیکې شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره پایپونه غځول شوي او د نښلولو چارې یې هم ترسره شوې دي
د راپور له مخې، د هرات د دې برخې بشپړېدل به په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو چارې وروستي پړاو ته نږدې کړي. خو د افغانستان له لارې د پاکستان او هند پر لور د غځېدونکې نللیکې دا برخه د ټولې ۱۸۰۰ کیلومتره لارې له لسمې برخې هم کمه ده
د ټاپي پروژه د ترکمنستان د طبیعي ګازو د لېږد لپاره طرحه شوې او موخه یې دا ده چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز صادر کړي. د دې پروژې د هرات برخې لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې د ټولې سترې سیمهییزې پروژې یوه برخه جوړوي
ټاکل شوې چې دغه نللیکه په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز د لېږد ظرفیت ولري. د پلان له مخې، افغانستان به په لومړیو کې هر کال ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د نللیکې پاتې ظرفیت به پاکستان او هند ته د ګازو د صادرولو لپاره وکارول شي
د راپور له مخې، پاکستان او هند په ګډه هر کال شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز واردوي. د دغو هېوادونو د ګازو ډېره برخه د مایع طبیعي ګاز په بڼه د سمندر له لارې واردېږي
که څه هم د ټاپي پروژې د افغانستان اړوند برخې د بشپړېدو هڅې روانې دي، خو د سیاسي وضعیت، امنیتي اندېښنو او د بهرنیو پانګونو د جذب ستونزې لا هم د پروژې د بشپړ تطبیق پر وړاندې جدي ننګونې ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?