news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پوتین ته مې ویلي چې په ټوله اروپا کې خپل پوځي یرغلونه ودروي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پوتین ته مې ویلي چې په ټوله اروپا کې خپل پوځي یرغلونه ودروي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پوتین ته مې ویلي چې په ټوله اروپا کې خپل پوځي یرغلونه ودروي

(بریانیوز جمعه (۶/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې تېره اوونۍ یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې له هغه غوښتي چې د اروپا په ټوله خاوره کې د روسیې پوځي یرغلیز اقدامات ودروي
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشال» کې لیکلي، چې له پوتین سره یې په چین کې د خبرو پر مهال ډېر وخت دې موضوع ته ځانګړی کړی و، چې روسیه باید په ټوله اروپا کې خپل یرغلیز پوځي اقدامات پای ته ورسوي
د راپور له مخې، ټرمپ څو ځله د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو او سیاسي حل غوښتنه کړې ده
خو د ټرمپ په څرګندونو کې د «ټولې اروپا خاورې» یادونه دا احتمال مطرح کوي چې د هغه غوښتنه یوازې د اوکراین د جګړې له ډګر څخه پراخه ده او ښایي د اروپا نورو سیمو ته هم اشاره ولري
د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین جګړه لا هم د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي اختلافاتو یوه مهمه موضوع ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto