په هرات کې یو وترنر ډاکټر د طالبانو د امر بالمعروف له لوري وهل شوی او زندان ته لېږدول شوی
بریانیوز- شنبه ٢٠ سرطان ١٤٠٥
هرات – د هرات ولایت څخه یو تازه راپور ادعا کوي چې د وترنرۍ متخصص او د کرنې ریاست پخوانی سرپرست، ډاکټر محرابالدین احمدي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له لوري له سختو وهلو او سپکاوي وروسته زندان ته لېږدول شوی دی.
د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، پېښه دوه ورځې وړاندې هغه مهال رامنځته شوه چې د ډاکټر احمدي مېرمن او خسر د امر بالمعروف ځواکونو له لوري د «مانتو» د اغوستو له امله ونیول شول.
د راپور له مخې، ډاکټر احمدي چې اوس مهال د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د حیواناتو کلینیک لري، د خپلې مېرمنې او خسر د خوشې کېدو لپاره د امر بالمعروف دفتر ته ورغی او غوښتنه یې وکړه چې د هغوی پر ځای دی ونیول شي.
سرچینه ادعا کوي چې د خبرو پر مهال د امر بالمعروف غړو نوموړي ته سپکې سپورې وکړې او هغه یې «بېغیرته» وباله. ویل کېږي، کله چې ډاکټر احمدي د دغو سپکاویو پر وړاندې غبرګون وښود، محتسبینو پرې برید وکړ او په سوکونو، لغتو، څپېړو او د ټوپک په قنداغ یې سخت وواهه.
د راپور له مخې، له وهلو وروسته د هغه پښې هم په لرګي وهل شوې او وروسته په ټپي حالت کې د هرات مرکزي زندان ته ولېږدول شو.
سرچینه زیاتوي چې د کورنۍ غړو د لیدنې پر مهال د هغه پر ټول بدن د سختو وهلو نښې، کبودي او وینه بهېدنه لیدلې او د شدیدو دردونو له امله، د یوې ماتې شوې پوښتۍ (قبرغې) له کبله روغتون ته انتقال شوی دی.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?