news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ښاغلی حکمتیار د شاپور ځدراڼ د مړینې په مناسبت د تسلیت ترڅنګ د روغتیايي وضعیت او د حکومت پر کړنو انتقاد وکړ

ښاغلی حکمتیار د شاپور ځدراڼ د مړینې په مناسبت د تسلیت ترڅنګ د روغتیايي وضعیت او د حکومت پر کړنو انتقاد وکړ

د حزب اسلامي مشر ښاغلی ګلبدین حکمتیار د مرحوم شاپور ځدراڼ د مړینې په مناسبت د هغه له پلار، کورنۍ، خپلوانو او مینه‌والو سره د خواخوږۍ او تسلیت پیغام خپور کړی دی.

بریانیوز - یکشنبه ٢١ سرطان ١٤٠٥

                         بسم الله الرحمن الرحيم

                         إنا لله و إنا إليه راجعون

د حکمتيار له لوري د مرحوم شاپور ځدران محترم والد او ټولي درنې كورنۍ ته! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته؛

محترم ورور حاجي صاحب زلمى ځدران! ستاسو د نوميالي مرحوم زوى؛ شاپور ځدران د وفات په مناسبت تاسو، ستاسو ټولو دوستانو او خپلوانو، د مرحوم شاپور ټولو مينه والو او ټولو هغو ته تسليت وړاندي كوم چي په دې غم كي له تاسو سره شريك دي. الله تعالى دي هغه د خپل رحمت او مغفرت په سيوري كي ولري، تاسو ته دي اجر او صبر دركړي او د هغه نيمگړي نېك آرمانونه دي په دنيا او آخرت كي تر سره كړي. الله تعالى دي تاسو او ستاسو درنې كورنۍ ته د خپل هجرت او جهاد اجرونه هم پېرزو كړي.

موږ له دې كبله هم غمجن يو چي مظلوم افغانان په خپل هېواد كي له علاج محروم او دې ته اړ دي چي بهرنيو هېوادو ته ولاړ شي؛ نه په داخل كي مجهز روغتونه لرو او نه د دواء د توليد داسي فابريكې چي لږ تر لږه د عادي دواگانو په توليد كي پر ځان بسيا شو؛ حكومتونه او واكمن مو دومره نااهل چي پر خونړيو كورنيو جگړو او پر خپلو عياشيو په مليونو ډالر مصرفولى شي خو د يوه داسي روغتون جوړولو اهليت او همت نه لري چي افغانان گاونډيو هېوادو ته له تگ او پرېمانه مصارفو وژغوري؛ اوسنيو واكمنو نژدې لس كاله حكومت وكړ؛ په ملياردونو ډالري مرستي ورسره وشوې؛ تر دوى وړاندي نورو هر يوه اوږده موده حكومت كړى؛ په كورنيو او نيابتي جگړو كي ډېر فعال، جسور او ملا تړلي؛ خو نه د ولس غم ورسره وو او نه د ستونزو د هوارولو اراده؛ هېواد مو لا تر ننه د عادي بيماريو د علاج لپاره مجهز روغتون نه لري؛ حتى د ناروا سياليو او رقابتونو له امله ئې په خپله افغانان نه دي پرېښي چي ولس ته خدمات وړاندي كړي؛ كه دوى بااحساسه او زړه سواندو شتمنو افغانانو ته اجازه وركړې وى او لازم شرائط ئې ورته برابر كړي وى؛ نو نن به په ډېرو برخو كي د نورو له احتياج ژغورل شوي وو؛ لږ تر لږه د تعليم او صحت په برخو كي؛ خو تاسو وليدل چي د حزب اسلامي مهم او مشهور تعليمي مركز (اسلامي پوهنتون) ئې وتړلو، د ايمان مسجد دروازه ئې بنده كړه، ايمان روغتون، ايمان كلينيك، ايمان دارالايتام ئې چي فعالولو ته چمتو شوي وو؛ په زور قبضه كړل؛ او تر ننه ئې دروازې تړلې دي؛ غوښتل ئې او غواړي چي كوم بهرني هېواد ته ئې وسپاري چي د روغتون تر پوښښ لاندي د استخباراتي فعاليتونو مركز ترې جوړ كړي. هر افغان پوهېږي چي د دې ناوړه او كركجنو تصرفاتو او اقداماتو تر شا د هغو كړيو لاس دئ چي مهار ئې د پرديو په واك كي دئ؛ كورنۍ جگړي ئې هم د پرديو په اشاره او مرسته دي او له گاونډيو سره جگړي ئې هم نيابتي دي؛ نورو خپلي جگړي افغانستان ته راانتقال كړې؛ د جنگ وسلې او پيسې د هغوى دي او جنكيالي ئې كرايي افغان جنگيالي او قربانيان ئې مظلوم افغانان. په دې سره ئې غوښتل حزب اسلامي هم د نورو په څېر د جنگ لاره غوره كړي؛ خو حزب اسلامي تل له داسي جگړو ډډه كړې او خپلو مجاهدينو ته ئې ويلي: تر هغه چي جگړه درباندي تحميل شوې نه وي او له ځان دفاع ته نه وئ اړ شوي؛ صبر وكړئ او وسله مه كاروئ؛ وسله بايد يوازي هغه مهال وكارول شي چي نوري ټولي لاري ستاسو په وړاندي وتړل شي.  

دعاء كوو چي الله تعالى خپل عميم او وسيع فضل د افغانانو په حال شامل كړي، له تيارو ئې وباسي، سرلوړى، خپلواك، سوكاله او له ناروا جگړو فارغ هېواد ئې په برخه شي. 

يو ځل بيا تاسو ته تسليت وايم؛ هيله ده زما د تسليت مراتب ټولو ته ورسوئ. 

په لوى الله مو سپارم. 

                                    حكمتيار


                          ۱۹ / سرطان / ۱۴۰۵

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto