news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل پوهنتون : د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلان او استادان د دوامدار فشار او سپکاوي له امله اندېښمن دي

کابل پوهنتون : د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلان او استادان د دوامدار فشار او سپکاوي له امله اندېښمن دي

کابل پوهنتون : د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلان او استادان د دوامدار فشار او سپکاوي له امله اندېښمن دي

بریانیوزسه شنبه - ۲۳ سرطان ١٤٠٥

کابل – د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ځینې سرچینې ادعا کوي چې د پوهنتون محصلان او استادان د پوهنتون د مسؤلینو له لوري له دوامدار سپکاوي، توهین، رواني فشار او سخت چلند سره مخ دي، هغه وضعیت چې د دوی پر زده‌کړو، علمي فعالیتونو او راتلونکي هیلو یې منفي اغېز کړی دی

د سرچینو په وینا، محصلانو ته خبرداری ورکړل شوی چې که خپلې ږیرې وخریي، د هغوی د نمرو پایلې به صفر شي. همدارنګه، هغو محصلانو ته چې د فراغت سند ترلاسه کوي ویل شوي چې له ږیرې او خولۍ پرته به ورته د فراغت سند نه ورکول کېږي

سرچینې زیاتوي چې استادانو ته هم ویل شوي، که له علمي ترفیع وروسته خپلې ږیرې وخریي، موضوع به د لوړو زده‌کړو وزارت ته راپور شي او پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پوهنتون مسؤلینو استادانو ته خبرداری ورکړی چې د ورکړل شویو لارښوونو له نه پلي کولو سره به له سخت چلند سره مخ شي

سرچینې همدارنګه ادعا کوي چې ځینې محصلان د خپلو ټولګیوالو په حضور کې سپک شوي او رټل شوي، چې له امله یې د زده‌کړو د دوام انګېزه کمزورې شوې او یو شمېر محصلان د پوهنتون له چاپېریاله ناهیلي شوي دي

تر اوسه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون او د لوړو زده‌کړو وزارت د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، او دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto