news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کډوال : هند د افغان راستنېدونکو لپاره د مرستې خېمې وسپارلې

کډوال : هند د افغان راستنېدونکو لپاره د مرستې خېمې وسپارلې

کډوال : هند د افغان راستنېدونکو لپاره د مرستې خېمې وسپارلې

بریانیوزسه شنبه - ۲۳ سرطان ١٤٠٥

کابل: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، هېواد یې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته د هغو افغانانو لپاره د مرستې خېمې سپارلې چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي

د نوموړي په وینا، دغه مرسته د راستنېدونکو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوې او د بشري مرستو د دوام برخه ده. هند تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د طبیعي پېښو د زیانمنو او راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره بېلابېلې بشري مرستې کړې دي

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تازه اعلان کړی، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې یې شاوخوا ۲.۵۹ میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي. د دغو راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره په افغانستان کې د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوړو او نورو لومړنیو اړتیاوو غوښتنه هم ډېره شوې ده

د کډوالو او بشري چارو اړوند ادارې وایي، د راستنېدونکو کورنیو لپاره د نړیوالو مرستو دوام اړین دی، څو هغوی وکولای شي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره او په خپلو سیمو کې بېرته مېشت شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto