ټرمپ: امریکا به د ایران د پیکاکس غر په نښه کړي؛ د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې
بریانیوزسه شنبه - ۲۳ سرطان ١٤٠٥
واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د امریکا په ځايي وخت به د دوشنبې او سېشنبې په ورځو کې پر ایران سخت بریدونه ترسره شي او دا ځل به د پیکاکس غر په نښه کړي
ټرمپ ویلي، پیکاکس غر د ایران د نطنز د یورانیمو د غني کولو تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري او امریکا یې فعالیتونه له نږدې څاري. نوموړي ادعا کړې چې د ایران اټومي پروګرام له ستونزو سره مخ دی او ویلي یې دي چې په یادې سیمې کې د پام وړ فعالیت نه تر سترګو کېږي
پیکاکس غر د ایران له تر ټولو خوندي اټومي سیمو څخه ګڼل کېږي. د پوځي او اټومي چارو د ځینو کارپوهانو په وینا، په دغه غر کې دوه ژور تونلونه جوړ شوي چې د ځمکې په ژورو کې موقعیت لري. همدا لامل دی چې ګڼ شنونکي باور لري د امریکا تر ټولو ځواکمن بمونه هم ښايي دغو تونلونو ته د پام وړ زیان ونه رسوي
د دغو څرګندونو په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري. تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او نړیواله ټولنه د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د پراخېدو احتمال له نږدې څاري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1706
-
اخبار افغانستان
848
-
مقاله
556
-
سیاست
196
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl