د پاکستان او طالبانو د سیاسي اختلافاتو قرباني افغان محصلین؛ د تخصص وروستي کال زدهکوونکي ایستل کېږي
د پاکستان او طالبانو د سیاسي اختلافاتو قرباني افغان محصلین؛ د رسمي سکالرشیپونو محصلین نیول کېږي او د تخصص له وروستیو ازموینو بېبرخې کېږي
بریانیوز- سهشنبه، ٢٣ سرطان ١٤٠٥
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان محصلین وایي چې په وروستیو ورځو کې د دوی وضعیت تر بل هر وخت کړکېچن شوی او ګڼ شمېر محصلین د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري نیول کېږي، زندانونو ته لېږدول کېږي او وروسته افغانستان ته ایستل کېږي؛ هغه اقدام چې د دوی په وینا د کلونو زدهکړې، هڅې او علمي راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د محصلینو په وینا، ډېری نیول شوي کسان هغه افغان محصلین دي چې د افغانستان له لوري د رسمي سکالرشیپونو په چوکاټ کې پاکستان ته د زدهکړو لپاره استول شوي دي. دوی وایي، د نیول شویو کسانو ډېری د طب د تخصص په وروستي کال کې دي او یوازې د وروستۍ ازموینې له ترسره کولو وروسته به یې د تخصص سند ترلاسه کاوه، خو اوس د ازموینو له بشپړېدو مخکې نیول کېږي او افغانستان ته استول کېږي.
د محصلینو په خبره، ځینې کسان آن د خپلې وروستۍ ازموینې په ورځ نیول شوي، زندان ته وړل شوي او وروسته له هېڅ ډول فرصت پرته ډیپورټ شوي دي، چې له امله یې د کلونو زحمتونه او علمي هڅې بېپایلې پاتې شوې دي.
محصلین وایي، پاکستاني چارواکي د نیولو پر مهال دوی ته وایي چې د اعتبار وړ ویزه نه لري، خو د دوی په خبره د پاکستان حکومت په وروستیو کې د افغان محصلینو لپاره د ویزو ترلاسه کول او تمدید په بېساري ډول سخت کړي، له همدې امله ګڼ محصلین له داسې ستونزو سره مخ شوي چې د دوی له واک څخه بهر دي.
دوی زیاتوي چې څو ځله یې په پاکستان کې د طالبانو سفارت او قونسلګریو ته مراجعه کړې، خو د دوی په وینا د سفارت مسؤلینو ورته ویلي چې د دې ستونزې د حل توان نه لري او باید خپله د حل لاره پیدا کړي.
محصلین ادعا کوي چې د طالبانو سفارت او قونسلګرۍ د افغان محصلینو د ستونزو په حل کې جدي بېغوري کوي او د هغوی غوښتنو او اندېښنو ته لازمه پاملرنه نه کوي. د دوی په خبره، د طالبانو مسؤلین نه یوازې د پاکستان له چارواکو سره د محصلینو د ستونزو د حل لپاره اغېزناک اقدام نه کوي، بلکې له محصلینو سره داسې چلند کوي لکه د افغانستان اتباع نه وي.
د محصلینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې داسې افغان متخصصین هم شامل دي چې د طب په نړیوالو علمي سیالیو کې یې د سرو زرو مډالونه ګټلي، خو د وروستۍ ازموینې له ترسره کولو مخکې افغانستان ته ایستل شوي او د تخصص سند ترلاسه کولو فرصت یې له لاسه ورکړی دی.
دوی وایي چې خپلې ستونزې یې له طالبانو او بېلابېلو رسنیو سره شریکې کړې، خو تر اوسه یې غږ نه دی اورېدلی او د ستونزو د حل لپاره کوم عملي اقدام نه دی شوی.
محصلین باور لري چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ موجود سیاسي اختلافات او ناسم سیاستونه باید د افغان محصلینو د راتلونکې د قربانۍ لامل نه شي. د دوی په خبره، د دواړو لورو د ناسمو پالیسیو او د طالبانو د بېپروا چلند اصلي تاوان نن افغان محصلین ورکوي؛ هغه محصلین چې د کلونو زحمت، رسمي سکالرشیپونو او علمي لاسته راوړنو سربېره، د خپل راتلونکي له منځه تلو سره مخ دي.
دوی له پاکستان او طالبانو غواړي چې د محصلینو د ویزو، زدهکړو او وروستیو ازموینو د بشپړولو لپاره ژر تر ژره ګډه او عملي حللاره ومومي، څو د زرګونو افغان محصلینو علمي راتلونکی نور له خطر سره مخ نه شي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?