د افغانستان په اړه د برېتانیا د خپلواک تحقیقاتي کمېټې ته د دوو شاهدانو د شهادتونو له مخې، د برېتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې افغان بندیان د «تفریح» لپاره له لیفټراک څخه غورځول.
بریانیوز- سهشنبه، ٢٣ سرطان ١٤٠٥
په راپور کې همدارنګه د هلمند په ولایت کې د درېیو افغان کروندګرو د وژل کېدو او د دغو پېښو د پټولو د هڅو ادعاوې هم شوې دي.
د شاهدانو په وینا، برېتانوي سرتېرو به بندیان پر لیفټراک پورته کول، بیا به یې لیفټراک جګاوه او په چټکۍ به یې حرکت ورکاوه، ترڅو بندیان ځمکې ته ولوېږي.
دا تحقیقاتي کمېټه، چې د برېتانیا د دفاع وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، په افغانستان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د برېتانوي ځانګړو ځواکونو پر ضد د احتمالي جنګي جرمونو او د دغو پېښو د پټولو اړوند تورونه څېړي.
مونیکا ګرینفل، چې د برېتانوي ځانګړو ځواکونو لپاره یې د پخلنځي او ګودام د کارکوونکې په توګه دنده ترسره کړې، کمېټې ته ویلي چې سرتېرو به افغان بندیان د ساعتېرۍ لپاره له لیفټراک څخه غورځول.
هغې زیاته کړه، یو سرتېری یې په یاد دی چې په ویاړ یې ویل څنګه به یې بندیان پر لیفټراک پورته کول، بیا به یې جګول او په چټک حرکت سره به یې غورځول.
د هغې په وینا، په دغو ځواکونو کې داسې فضا حاکمه وه چې ګواکې هېڅ ډول څارنه او حساب ورکونه موجوده نه وه.
د برېتانیا د پوځ پخواني احتیاطي غړي کریسټوفر ګرین، چې د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې یې خدمت کړی، د دویم افشاکوونکي په توګه ویلي چې د هلمند په یوه کلي کې درې وروڼه کروندګر ووژل شول، حال دا چې د دوی د استخباراتي ټیم ارزونه دا وه چې یاد کسان یوازې کروندګر وو او د طالبانو له قوماندانانو سره یې هېڅ تړاو نه درلود.
هغه ویلي، کله چې یې غوښتل د دغې پېښې په اړه خپلې اندېښنې له یوه رابط افسر سره شریکې کړي، د طالبانو په ملاتړ تورن شو او د عملیاتو د ثبت شوې ویډیو د لیدلو اجازه هم ورنه کړل شوه.
د نوموړي په وینا، د دغو درېیو وروڼو له وژل کېدو وروسته د برېتانیا حکومت د هغوی مور ته درې زره او ۶۳۴ پونډه مالي مرسته ورکړه، چې د هغه په باور دا د بېګناه کسانو د وژل کېدو د منلو نښه وه.
په همدې حال کې د برېتانیا د دفاع وزارت ویاند ویلي، لندن د افغانستان په اړه د خپلواکو تحقیقاتو بشپړ ملاتړ کوي او د ټولو اوسنیو او پخوانیو دفاعي کارکوونکو له همکارۍ او شهادت څخه مننه کوي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?