لندن – بریټانیا افغانستان ته د درېیو کلونو لپاره د بشري مرستو نوې بسته اعلان کړه
بریانیوز - جمعه ٢۶ سرطان ١٤٠٥
د بریټانیا حکومت اعلان کړی چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه ځانګړي کړي
د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریټانیا وزیر هیمش فولکنر ویلي، دغه مالي مرسته به د روغتیايي خدمتونو، زدهکړو، د خلکو د معیشت د ښه کولو، راستنېدونکو کډوالو ته د لومړنیو خدمتونو د برابرولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې ولګول شي
نوموړي زیاته کړې چې لږ تر لږه نیمایي دغه مرستې به ښځو او نجونو ته ځانګړې شي، څو هغوی وکولای شي اساسي خدماتو ته ښه لاسرسی ولري
فولکنر ویلي، له نږدې پنځو کلونو وروسته هم افغانستان له ژور بشري کړکېچ سره مخ دی؛ شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې پنځه میلیونه ښځې، نجونې او ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې لپاره مرستو ته اړتیا ولري
هغه ټینګار کړی چې پر ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند محدودیتونه د هغوی پر بنسټیزو حقونو اغېز کوي او د افغانستان د دوامدار پرمختګ او ثبات پر وړاندې جدي خنډ ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1711
-
اخبار افغانستان
855
-
مقاله
567
-
سیاست
204
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl