سپاه: د امریکا پر وړاندې مو د ځوابي عملیاتو په لړ کې د شاه فهد پل په نښه کړی
بریانیوز - شنبه ٢۷ سرطان١٤٠٥
تهران – د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د امریکا له ځواکونو سره د روانې شخړې په لړ کې یې د ځوابي عملیاتو پر مهال د سعودي عربستان او بحرین ترمنځ د شاه فهد پل بمبار کړی دی
سپاه په یوه بیان کې ویلي، د امریکا د پوځي اقداماتو په غبرګون کې یې په سیمه کې یو شمېر نور اهداف هم په نښه کړي دي. د دوی په وینا، په بحرین، کویټ، قطر، اردن او عراق کې د امریکا پر پوځي اډو هم بریدونه شوي او دا عملیات به د اړتیا په صورت کې دوام ومومي
د سپاه چارواکي ادعا کوي چې دغه بریدونه د امریکا د پوځي حضور او عملیاتو د محدودولو په موخه ترسره کېږي، خو د بریدونو د احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي
تر اوسه د امریکا، سعودي عربستان، بحرین او نورو یادو هېوادونو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د بریدونو راپورونه هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي
دغه ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ زیات شوی او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې هم ورسره پراخې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1712
-
اخبار افغانستان
855
-
مقاله
571
-
سیاست
206
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl