news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بلوچستان؛ د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو له احتجاج کوونکو سره هوکړه وشوه

بلوچستان؛ د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو له احتجاج کوونکو سره هوکړه وشوه

بلوچستان؛ د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو له احتجاج کوونکو سره هوکړه وشوه

بریانیوز - شنبه ٢۷ سرطان١٤٠٥

کوټه – د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي، په زیارت ولسوالۍ کې د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو له احتجاج کوونکو سره خبرې بریالۍ شوې او دواړو لورو یو لیکلی تړون هم لاسلیک کړی دی

د چارواکو په وینا، د دې هوکړې له مخې به د پېښې د څېړنې، د قربانیانو د کورنیو غوښتنو او نورو اړوندو موضوعاتو لپاره لازم ګامونه پورته شي. له همدې امله هغه پرلت چې د جولای له نهمې نېټې راهیسې په کوټه کې روان و، د پای ته رسېدو تمه کېږي

اعتراض کوونکو، چې د وژل شویو پولیسو خپلوان او ملاتړي پکې شامل وو، غوښتنه کوله چې د زیارت د پېښې د څېړنې لپاره دې یو خپلواک عدلي کمېسیون جوړ شي او د برید عاملین دې عدالت ته راکش کړل شي

یاده پېښه تېره اوونۍ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې نامعلومو وسله‌والو د زیارت ولسوالۍ د مانګي بند د درېیم پړاو د رغنیزې پروژې پر ساحه برید وکړ. د چارواکو په وینا، په برید کې د دوو پولیسو د مرکزونو د قوماندانانو په ګډون نهه پولیس ووژل شول او ۲۱ نور وسله‌والو له ځان سره یوړل

چارواکي وایي، وروسته د امنیتي ځواکونو د ژغورنې عملیاتو پر مهال بریدګرو یرغمل شوي پولیس وژلي او مړي یې د زرغون غر په سیمه کې غورځولي وو. د دغې پېښې له امله په بلوچستان کې پراخ غبرګونونه راوپارېدل او د قربانیانو کورنیو د عدالت غوښتنه وکړه

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto