news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د بیو د کنټرول هڅه: د بیو د کنټرول لپاره د وارداتي نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله توګه بدل شول

د بیو د کنټرول هڅه: د بیو د کنټرول لپاره د وارداتي نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله توګه بدل شول

د بیو د کنټرول هڅه: د بیو د کنټرول لپاره د وارداتي نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله توګه بدل شول

بریانیوز - شنبه ٢۷ سرطان١٤٠٥

کابل – د طالبانو حکومت د سون‌توکو د بیو د کنټرول او په کورني بازار کې د نفتي توکو د کمښت د مخنیوي په موخه د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله توګه بدل کړي دي. چارواکي وایي، دا پرېکړه د بازار د اړتیاوو د پوره کولو، د وارداتو د بهیر د چټکتیا او د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره شوې ده

د اړوندو ادارو په وینا، د کیفیت په معیارونو کې دا لنډمهالی بدلون به واردوونکو ته دا زمینه برابره کړي چې له بېلابېلو سرچینو څخه سون‌توکي هېواد ته راوړي او د بازار اړتیاوې پر وخت پوره کړي. د دوی په خبره، د دې پرېکړې موخه د سون‌توکو د رسېدو بهیر اسانه کول او د نرخونو ثبات ساتل دي.

چارواکو ټینګار کړی چې دا بدلون دایمي نه دی او د بازار له عادي کېدو او د عرضې او تقاضا له متوازن کېدو وروسته به د کیفیت پخواني معیارونه بېرته عملي شي

هغوی ویلي، د نفتي توکو د کیفیت څارنه به هم دوام ولري، څو د خلکو روغتیا او د وسایطو خوندیتوب ته زیان ونه رسېږي

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په وروستیو اوونیو کې د سون‌توکو د بیو د بدلون، د وارداتو د ستونزو او د بازار د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، او ګڼ شمېر سوداګرو او موټرچلوونکو د نرخونو د لوړېدو په اړه شکایتونه کړي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto