news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران: د امریکا په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

ایران: د امریکا په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

ایران: د امریکا په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

بریانیوز - شنبه ٢۷ سرطان١٤٠٥

تهران – د راپورونو له مخې، امریکا یو ځل بیا د ایران پر یو شمېر پوځي او ستراتیژیکو اهدافو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې په بېلابېلو سیمو کې مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي

د ایران د روغتیا وزارت ویلي، د روانې میاشتې له پیل راهیسې د امریکايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي. د وزارت په وینا، د ټپیانو یو شمېر روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او د درملنې لاندې دي

ایراني چارواکو ویلي، د بریدونو له امله ځینې ودانۍ او نورې زېربناوې هم زیانمنې شوې، خو د بریدونو د دقیقو ځایونو او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي

تر اوسه امریکايي چارواکو د دغو بریدونو او د ایران د مرګ‌ژوبلې د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د راپورونو خپلواکه ارزونه هم نه ده شوې

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم دوام لري او د سیمې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto