news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

باران او سېلابونه: نورستان کې مرګونی سېلاب؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او له ۱۰۰ ډېر ورک دي

باران او سېلابونه: نورستان کې مرګونی سېلاب؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او له ۱۰۰ ډېر ورک دي

باران او سېلابونه: نورستان کې مرګونی سېلاب؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او له ۱۰۰ ډېر ورک دي

بریانیوز- سه شنبه ۳۰ سرطان ١٤٠٥

نورستان – د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې د نن ماښام ویجاړوونکو سېلابونو له امله، د لومړنیو معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي، شاوخوا ۸۰ نور ټپیان دي او له ۱۰۰ ډېر کسان لا هم ورک ګڼل کېږي

د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، دا شمېرې لومړنۍ دي او د لټون او ژغورنې د عملیاتو له دوام سره ښايي د مړو، ټپیانو او ورکو کسانو شمېر بدلون ومومي

د چارواکو په وینا، سختو سېلابونو ګڼ کورونه، سړکونه او عامه شتمنۍ هم زیانمنې کړې او د پارون ښار په یو شمېر سیمو کې یې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې دي

د ژغورنې ډلې او بېړني مرستندویه ځواکونه لا هم په زیانمنو سیمو کې د ورکو کسانو د موندلو، د ټپیانو د لېږد او له اغېزمنو کورنیو سره د بېړنیو مرستو د رسولو په چارو بوخت دي. چارواکو له خلکو غوښتي چې د سېلاب ځپلو سیمو ته له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د اړوندو ادارو لارښوونې په پام کې ونیسي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto