د نوښار ولسوال: د افغان کډوالو لوی کمپونه تش شوي، اوس په ښاري سیمو کې هم عملیات روان دي
بریانیوز- سه شنبه ۳۰ سرطان ١٤٠٥
نوښار – د خېبر پښتونخوا د نوښار ولسوال ګوهر زمان ویلي، په ولسوالۍ کې د افغان کډوالو ټول لوی کمپونه په بشپړ ډول تش شوي او اوس د ښاري سیمو په کچه هم د بې اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو لړۍ پیل شوې ده
ګوهر زمان ویلي، د اړوندو ادارو له لوري په ښارونو او شاوخوا سیمو کې د افغان کډوالو د پېژندنې او ایستلو بهیر روان دی او دا اقدامات به تر هغه دوام وکړي چې ټول بې اسناده بهرني وګړي له سیمې ووځي
د نوموړي په وینا، د حکومت له تګلارې سره سم د کډوالو کمپونه له مخکې تخلیه شوي او اوس د ښاري سیمو د څار او پلټنې چارې هم چټکې شوې دي
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر پراخ کړی او هره ورځ زرګونه افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستنېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1716
-
اخبار افغانستان
863
-
مقاله
582
-
سیاست
211
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl