news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پاکستان صدراعظم: په اسلام‌اباد کې پر نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا سمبال دانش ښوونځی پرانیست

د پاکستان صدراعظم:  په اسلام‌اباد کې پر نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا سمبال دانش ښوونځی پرانیست

د پاکستان صدراعظم:  په اسلام‌اباد کې پر نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا سمبال دانش ښوونځی پرانیست

(بریانیو دوشنبه (۲۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د پاکستان صدراعظم په اسلام‌اباد کې یو نوی دانش ښوونځی پرانیستی چې د نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په لابراتوارونو سمبال دی. دغه ښوونځی زده‌کوونکو ته د پرمختللو تعلیمي اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړ شوی دی

دانش ښوونځي له ۲۰۱۰ کال راهیسې په پنجاب ایالت کې جوړېږي او د لوړې کچې تعلیمي اسانتیاوې برابروي. د دغو ښوونځیو موخه ماشومانو ته د باکیفیته زده‌کړو زمینه برابرول او د هغوی د علمي وړتیاوو پیاوړتیا ده

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دانش ښوونځیو څانګې د پنجاب په چشتیاڼ، حاصل‌پور، رحیم‌یارخان، میانوالۍ، ډېره غازي خان، اټک، ویهاړي، فیصل‌اباد او سیالکوټ کې هم فعالیت لري

په اسلام‌اباد کې د نوې څانګې پرانیستل د دغو ښوونځیو د تعلیمي اسانتیاوو د پراختیا په لړ کې یو نوی ګام بلل کېږي، په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ د زده‌کړې لپاره د ځانګړو لابراتوارونو برابرول د زده‌کوونکو لپاره د عصري زده‌کړو زمینه پراخوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto