news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د بهرنیو چارو وزارت : متقي او د یوناما مشرې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو او بشري مرستو خبرې کړې

د بهرنیو چارو وزارت : متقي او د یوناما مشرې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو او بشري مرستو خبرې کړې

د بهرنیو چارو وزارت : متقي او د یوناما مشرې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو او بشري مرستو خبرې کړې

(بریانیو دوشنبه (۲۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رزا فاطمه سره لیدلي او د بشري مرستو، راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د مرستو د اغېزمن مدیریت په اړه بحث کړی دی. هغوی ټینګار کړی چې بشري مرستې او اقتصادي فعالیتونه باید له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي او په افغانستان کې د پراختیايي او بنسټیزو پروژو ملاتړ باید زیات شي

په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راپورونو کې د کره او باوري معلوماتو پر کارولو، د هېواد د واقعیتونو پر متوازن انعکاس او له اړوندو افغان ادارو سره پر همغږۍ هم ټینګار شوی دی

دواړو لورو همداراز د اقلیمي بدلونونو، اوبو، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي. دغه موضوعات د دوحې د بهیر په چوکاټ کې د کاري ډلو د فعالیتونو او راتلونکو غونډو له لارې هم څېړل کېږي

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د کوکنارو د کښت او نشه‌يي توکو پر وړاندې د ترسره شویو هڅو ستاینه شوې او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د رغنده تعامل او همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto