د بریټانیا لومړي وزیر : د افغانستان جګړې په اړه د پیټ هګست څرګندونې ناسمې بللې
(بریانیو سه شنبه (۲۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د بریټانیا د لومړي وزیر ویاند د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګست څرګندونې رد کړې او هغه یې ناسمې بللې دي
پیټ هګست تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د ناټو یوازې شاوخوا پنځو غړو هېوادونو په پوځي عملیاتو کې د پام وړ ونډه لرله او له دې ډلې یوازې یو یا دوه هېوادونه په مستقیمو جنګي عملیاتو کې ښکېل وو
خو د بریټانیا د لومړي وزیر ویاند د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان په جګړه کې ۴۵۷ بریټانوي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
نوموړي ټینګار کړی چې د دغو پوځیانو قربانۍ باید هېرې نه شي. د بریټانیا دا غبرګون په داسې حال کې څرګند شوی چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو د غړو هېوادونو د پوځي ونډې او قربانیو په اړه بحثونه روان دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1945
-
اخبار افغانستان
1041
-
مقاله
816
-
سیاست
396
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl