کډوال: ترکیې کې ۵۸ افغان او پاکستاني کډوال نیول شوي؛ د ایستلو پرېکړه یې شوې
(بریانیو دوشنبه (۲۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ترکیې پولیسو په ادرنه او قیصریه ښارونو کې ۵۸ افغان او پاکستاني کډوال د قانوني اسنادو د نشتوالي او بېاسناده تګ راتګ په تور نیولي دي. همداراز، په قیصریه کې څلور کسان د جعلکارۍ او د کډوالو د لېږدولو په تور نیول شوي دي
د رسنیو د راپورونو له مخې، په ادرنه ښار کې ۲۷ کډوال او په قیصریه کې ۳۱ افغان کډوال د پولیسو د پلټنو پر مهال نیول شوي دي. د نیول شویو کسانو د اسنادو او وضعیت له ارزونې وروسته، چارواکو ویلي چې کډوال به له قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته له ترکیې وایستل شي
په قیصریه کې د څلورو نورو کسانو نیول هم د کډوالو د لېږدولو او جعلکارۍ له قضیو سره تړاو لري. خو د دغو کسانو د هویت او د هغوی د فعالیتونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ترکیې د روان کال له پیل راهیسې تر ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیولي دي. دا وضعیت په ترکیه کې د افغان کډوالو د استوګنې، تګ راتګ او قانوني اسنادو د ستونزو د دوام څرګندونه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1937
-
اخبار افغانستان
1041
-
مقاله
816
-
سیاست
396
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl